فرهنګ

د فکر او قلم لارویانو د لعل پاچا ازمون هڅې وستایلې

– اسعد آباد/ د لړم ۲۶مه/ باختر
په کونړ کې د فکر او قلم لارویانو په علمي، فرهنګي او ادبي برخو کې د پوهاند لعل پاچا ازمون هڅې وستایلې او هغه یې د هېواد په کچه یو وياړلی شخص وباله.
په ټولنیزو اوعلمي چارو کې د رییس جمهور سلاکاراو د کابل پوهنتون استاد پوهاند لعل پاچا ازمون په تخليق او تحقیق برخو کې نږدې ۱۰۰ اثار پښتو ژبې او ادب ته وړاندې کړي دي.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د کونړ د فرهنګيانو په استازیتوب نظام الدین مالیار، حشمت ژمن، استاد محمد رضا زهير، محمد شعیب غروال، لیکوال او ژورنالیست عبدالغني هاشمي د استاد په ژوند، اثارو او افکارو خبرې وکړې او ویې ویل: پوهاند ازمون د پښتو ژبې بډاینې لپاره ستر کار کړی او څو چې پښتانه ژوندي وي د استاد یاد به ژوندی ساتي.
له غونډې وروسته پوهاند ازمون د یو شمېر فرهنګیانو په ملتیا د کونړ سید جمال الدین افغان پوهنتون ته لاړ او هلته یې سلګونو محصلینو ته د ولسي ادبیاتو په اړه لیکچر ورکړ.
ازمون ځوانان د ادبیاتو مسلکي مطالعې ته وهڅول او ترې یې وغوښتل چې د فولکلوریکو ادبیاتو په برخه کې کار وکړي .
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته