TOPورزش

د فیفا په تازه درجه بندۍ کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې دوه درجې پرمختګ وکړ

کابل / د لړم ۳۰ مه / باختر
اندونیزیا ته په ماتي ورکولو سره د افغانستان فوټبال د فیفا په درجه بندۍ کي دوه درجې مخته لاړ.
د فوټبال نړېوال فدراسیون (فیفا) د ملي لوبډلو د نومبر میاشتې درجه بندي اعلام کړه چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې اندونیزیا ته د ماتې ورکولو په خاطر جدول کې دوه درجې پرمختګ کړی دی.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپلې رسمي فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې په دغه درجه بندۍ کې افغان ملي لوبډلې د ۱۰۴۹.۷۷ نمرو په ترلاسه کولو سره دوه درجې پرمختګ کړی دی. اوسمهال افغان لوبډله په نړۍ کي ۱۵۰ او اسیا کې ٢٨ مقام لري.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته