اقتصادTOP

د قره قل ديرش زره پوټکي بهرته صادر شوي دي

کابل /د لړم ٦مه/ باختر
د هېواد په شمال کې د قره قل د برخې مسوولين وايي چې سږ کال د قره قل نږدې ٣٠٠٠٠ پوټکي بهر ته صادر شوي دي او شپيته زره نور پوټکي صادرولوته چمتو شوي دي.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ له غاليو وروسته د قره قل پوټکي د هېواد دويم صادراتي محصول دى چې نړيوال شهرت لري او د قره قل د توليد او روزنې سيمه د افغانستان شمالي ولايتونه دي.
دهېواد په شمال کې د قره قل پوټکو د سوداګرو د اتحاديي مسوولين وايي سږکال د قره قل نږدې ديرش زره پوټکي بهر ته صادر شوي دي اوشپيته زره نور لېږدونې ته چمتو دي.
د بلخ د قره قل پوټکي د انستيتوت اداري مدیر محمد عارف وايي: له افتونوسره سره دوى بريالي شوي دي چې سږکال د قره قل نږدې ٣٠٠٠٠پوټکي صادر کړي.
خو د هغو سياسي او ټولنيزو بدلونونو له امله چې په دې وروستيو وختوکې په هېواد کې رامنځته شوي دي شپيته زره نور پوټکي انډي شوي دي او دوى د تجارتي الوتکو الوتنو ته په تمه دي.
سوداګر محمد عثمان چې څه دپاسه پنځوس کاله کېږي د قره قل د پوټکو کاروبارکوي ويې ويل: له غاليو وروسته د قره قل پوټکى د افغانستان دويم تجارتي محصول دى چې په هېواد کې دننه د قره قل د خوليو پر جوړولو سربېره بريتانيا او فرانسې ته صادرېږي او دغه راز ځوانان يې د ښکلا لپاره استفاده کوي او هرکال د قره قل په لسګونه زره پوټکي بهر ته صادرېږي.
د قره قل پوټکي يو بل سوداګر محمد محسن وايي: په تېرو کلونو کې څړځايونو شتون درلود اوخلک د هېواد په شمال کې د قره قل پسونو په روزنې بوخت وو؛ خو اوس دغه صنعت له منځه تللى دى.
هغه له اسلاامي امارت څخه وغوښتل چې بايد د دغه صنعت د بيا احيا کولو او پراختيا لپا ره هلې ځلې وکړي. د قره قل د پوټکو لپاره نړيوال بازارونه پيدا کړي او د خلکو امنيت تامين کړي چې هغوى بيا د قره قل پسونو د روزنې لپاره هڅې وکړي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته