فرهنګ

د قندهار د زاړه ښار لرغونې سیمې لپاره طرحه جوړېږي

قندهار/ د وري ۳۰ مه/ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پېژندنې ریاست پلاوي د قندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حکمت الله افغان په ملتيا د دغه ولایت د زاړه ښار له بېلا بېلو لرغونو او تاريخي سیمو څخه کتنه وکړه.
قندهار ته تللي پلاوي د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې د لرغونو سيمو او اثارو پېژندل، حريم یې معلومول او د لرغونې سيمې لپاره طرحه جوړول یې د سفر هدف دی چې نن یې چارې پیل کېږي.
د قندهار زوړ ښار د افغانستان په کچه لرغونې سيمه بلل کېږي، چې نارنج ماڼۍ پکې د تاریخي قدامت له پلوه د افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ بېلګه بلل کېږي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته