کابل، د چنګاښ ۱۱ مه، باختر
لسګونه نوي فارغ شوي سرتېري د قندهار ښار د امنیت تامینولو لپاره وګومارل شول.
دغو سرتېرو د قندهار له روزنيز مرکز څخه د پوځي زده کړو يو پړاو پاى ته ورساوه او د هېوادوالو د امنيت تامين په موخه په دندو وګومارل شول.
د قندهار د تربیوي مرکز قوماندان مولوي مطيع الله فاروقي د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې په دې پوځي اکاډمۍ کې د پوځيانو د روزنې بهير دوام لري.
د قندهار په روزنيز مرکز کې يو روزل شوی سرتېری چي په ښار کې د امنيت په تامينولو بوخت دی وايي، چي د پوځي زده کړو او د ښاريانو د امنيت په برخه کې يې عملي کول يوه ښه تجربه وه.
په قندهار کې د امنيت تامينولو ترڅنګ د روزل شويو سرتېرو شتون کولای شي د پخوا په پرتله د هېوادوالو لپاره ښه ثبات او امنيت تامین کړي.
ع