خبرونهټولنهروغتیا

د قندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې ۴۱ تنه د اورږو خوړلو ناروغان کړي او یو بل مړ شوی دی

کابل / د وري ۷ مه / باختر

د قندهار خاکرېز ولسوالۍ په ناصرانو کلي کې تېره شپه د حمدالله اکا په نوم یوه سیمه ‌ییز کس د غوا تازه اورږه د خوړلو په موخه په کلي وېشلي و، چې تر خوړلو وروسته یې د یادې سیمې ۴۱ تنه نارینه او ښځې سخت ناروغان کړي او یو بل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ځايي چارواکي وايي چې د اورږو خوړلو له امله یو تن مړ شوی، د ۳۷ کسانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی او څلور نور میرویس روغتون ته لېږدول شوي دي.

په سیمه کې د باختر آژانس خبریال وايي چې نن سهار د قندهار مرستیال والي مولوي حیات‌الله مبارک، د مطبوعاتو مسوول مولوي محمود عزام، د والي ځانګړی استازی ملا قدرت‌الله حضرت‌ علي، مولوي سلطان محمد او مولوي بخت محمد مومنیار له ډاکټرانو سره یوځای په یوې چورلکې کې ناروغو شویو کسانو ته د رسېده ګۍ او حالت پوښتلو په موخه خاکرېز ولسوالۍ ته تللي دي.

مسوولین وايي چې د پېښې په اړه پلټنې او څېړنې پیل شوې دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته