کابل /د وري ٢٤مه /باختر
د قندهار پوليسو د ارغنداب خلکو ته د وسله والو طالبانوله خوا د ښخ کړى شويو ماينونو د شتون له امله خبردارى ورکړ.
امنيتي ځواکونو د ارغنداب له خلکوغوښتي دي چې د افغان ځواکونوله خوا د هرکلي له پلټنې مخکې خپلو کورونو ته ستانه نه شي .
د ارغنداب ولسوالۍ په دې وروستيو وختوکې د پوځي عملياتوپه بهير کې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه .
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ طالبان د ارغنداب له زياتوسيمو څخه له وتلومخکې د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو سيموکې په سلګونوماينونه ښخ کړي دي .
د قندهار د امنيې قوماندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې امنيتي ځواکونه تراوسه بريالي شوي دي چې په ارغنداب کې د طالبانو له خوا په سلګونه ښخ کړى شوي ماينونه کشف اوشنډ کړي خو اوس هم د دغې ولسوالۍ په ځينو سيموکې د ماينونود شتون احتمال شته .
داپه داسې حال کې ده چې پرون په ارغنداب ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله ٦تنه ملکيان ووژل شول او ٦ نور ټپيان شول.
د ارغنداب يوزيات شمېر خلک چې د جګړو له ويرې ښار ته تښتېدلې و، په بې صبرانه ډول خپلو کورونو ته د استنېدو په تمه دي .
د هېواد په جنوب کې پوځي مقامات وايي چې ډير ژربه په ارغنداب کې د ماينونوخطر لرې شي.
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم-ج –ا