کابل ، د غبرګولي ۱۴مه ، باختر
د چارو ادارې لوی رئیس ویلي، چې د قوشتېپې کانال ته ځانګړې شوې بودجې د لګښت او د دې پروژې د چارو د لا چټکتیا لپاره د څار کمېټه جوړېږي.
باختر آژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په همدې مناسبت د چارو ادارې د لوی رئیس مولوي احمد جان احمدي په مشرۍ او د دغې ادارې د انسجام د مرستیال شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور او د ملي پراختیا شرکت د عمومي رئیس عبدالرحمن عطاش په ګډون ناسته جوړه شوې ده.
په دې ناسته کې د چارو ادارې لوی رئیس ویلي چې د یاد کانال لپاره د منظورې شوې بودجې په خپل وخت رسېدو، مناسب لګښت او د چارو د چټکتیا لپاره سره راټول شوي چې په بشپړېدو سره به یې زرګونه جریبه ځمکه خړوبه شي.
په همدې حال کې، د ملي پراختیا شرکت عمومي رئیس عبدالرحمن عطاش هم، په ناسته کې معلومات شریک کړي او څرګنده کړې یې ده چې د دې پروژې په تطبیق سره به د هېوادوالو هیلې پوره شي او هېواد به د ځان بساینې په لور مهم ګام واخلي.
د ناستې په پای کې د یوې لوړپوړې څارندویې کمېټې پر جوړولو پرېکړه شوې ده چې وخت په وخت د کار له څرنګوالي څارنه وکړي او مشرتابه ته د فعالیتونو راپورونه هم ورکړي.
د یادونې وړ ده چې د قوشتیپې کانال د هېواد په شمال بلخ کې له سترو کانالونو څخه دی چې د جوړېدو چارې یې د روان کال د وري په (۱۰مه) د اسلامی امارت د لوړ پوړو چارواکو له خوا پیل شوې.
دغه کانال چې ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی لري، د آمو له سیند څخه پيل د حیرتانو له دښتو څخه تېریږي؛ د بلخ تر دولت آباد، د جوزجان، آقچې او فاریاب اندخوی ولسوالیو پورې رسېږي.
د دغه کانال لومړۍ برخه چې ۱۰۸ کیلومتره ده، په یوه کال کې او دویمه او درېیمه برخه یې چې ۱۷۷ کیلومتره ده، په راتلونکو پنځه کلونوکې به بشپړه شي.
وهاج