اقتصاد

د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د صادراتو په اړه خبرې وشوې

کابل /دسلواغې ۴مه/باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افغانستان د کانو نو او صنایعو د خونې له عمومي رییس شیرباز کمین زاده او د کانو نو د قراردادي شرکتونو له یو شمېرمسوولینو سره وکتل.
د باخترآژانس د خبر له مخې، په دې کتنه کې د غیر مسوولو کسانو له خوا د کانو نو په تېره بیا د ډبرو سکرو د کانو نو د غیرقانوني د اېستلو او دغه راز د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د صادراتو په اړه خبرې اترې وشوې.
په کتنه کې لومړی د افغانستان د صنایعو او کانو نو د خونې لوی رییس او د کانو نو د قراردادي شرکتونو مسوولینو خپلو ستونزې غوښتنې او وړاندیزونه د کانو نو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره شریک کړل او د هغو د څېړنې غوښتنه وکړه.
وروسته د کانو نو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د خبرو له اورېدو وروسته ډاډ ورکړ چې د دوی غوښتنې او ستونزې به وڅېړل شي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته