امنیت

په جلال آباد ښارکې دطالبان له خوا دايښودل شوي بم دچاودنې له امله يو ماشوم شهيدشو.

کابل باختردزمري دمياشتې١٥ :

د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې دبم دچاودنې له امله يو ماشوم  شهيد

او دوه تنه نور ټپيان شول .

دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د يوولسو بجو په  شاوخوا کې د جلال آباد ښار د تلاشي په کولايي کې هغه وخت وشوه چې دپوليسو څو تنه سرتيري او ملکي وګړي په سيمه راټول شوي وو.

د ننګرهار د والي ويندوي احمد ضيا عبدالزي باختر آژانس ته وويل  :

په دې چاودنه کې يوماشوم شهيد او يو ملکي وګړې او د پوليسو يو سرتيرې ټپيان شول.

عبدالزي وسله وال طالبان د دغه بمي بريد مسوول  وبلل او ويې ويل ، چې امنيتي مامورينو ددغې خونړي  پيښې دعاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي .

په همدې حال کې د جلال ښار په ملکي روغتون کې ډاکترانو ديو تن ټپي روغتيايي  حالت  خراب بللي دى.

د جلال آباد ښار په دې  وروستيو وختو کې د پرله پسې ترورستي پيښو ډګر  دى.

د هند په قونسلګري د ځان مرګو يرغلګرو بريد ، د ايستيناف څارنوالي په رييس ناوړه  قصد او دچاودنې درې نورې پيښې يوازې د اوو  ورځو په  بهير کې په جلال آباد ښار کې دترورستي پيښو د زياوالي ډګر دى  هغه پيښې چې د ماشومانو په ګډون دملکي وګړو دمرګ ژوبلې سبب شوى دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته