کابل / دغبرګولي١٠ مه / باختر
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معين مولوي حافظ محمد حامد حسيب د غور له والي سره په کتنه کې د دغه ولايت د لوړو زده کړو د اړتياو په اړه خبرې وکړې.
د باختر اژانس د خبرله مخې؛ په دې کتنه کې چې په کابل کې وشوه، د غور والي ملا احمد شاه د دغه ولايت د لوړو کړه کړو د موسسې ستونزې او اړتياوې د لوړو زده کړو وزارت له معين سره شريکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت معين وويل، چې د لوړو زده کړو په برخه کې د هېواد لرې پرتو ولايتونو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د امکان تر حده به د تحصيلي ستونزو د حل کولو او د دغو اړتياو د څيړنې په خاطر اقدام وشي.
\ ذ