امنیت

د لغمان له زندان څخه ۳۱ سیاسي بندیان آزاد شول

کابل / د وږي ۹مه / باختر
د امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده د ځانګړي فرمان پر اساس د لغمان له مرکزي زندان څخه ۳۱ سیاسي بندیان آزاد شول.
د لغمان امنیه قومندان مولوي فیصل وايي چې په بندیانو کې بریدملان، ضابطان او قومندانان شامل دي چې د امیرالمؤمنین د ځانګړي فرمان پر اساس آزاد شول.
دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې هم د لغمان له مرکزي زندان څخه د لغمان پخوانی والي، امنیه قومندان، استخباراتو رییس او د ولایتي شورا غړی آزاد شوي وو.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته