کابل، د غبرګولي ۳۰مه، باختر
د لغمان ولایتي روغتون کې د نږدې (۷) میلیونو افغانیو په لګښت د انتاني ناروغیو درملنې لپاره جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده څانګه چې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO ) موسسې په مالي ملاتړ د پنځو میاشتو په موده کې جوړه شوې، لس خونې لري چې (۷) یې د ناروغانو د بستر او (۳) نورې یې اداري خونې دي.
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد اسحق عاصم د یادې ودانۍ د ګټې اخیستنې په مراسمو کې وویل، اسلامي امارت ته ژمن دی چې د لغمان ولس لپاره په روغتیايي برخه کې لا زیات خدمات تر سره کړي.
ن/ر