خبرونهټولنه

د لغمان په کونډ سیمه کې زیانمنو شویو کورنیو نغده مرسته ترلاسه کړه

کابل، د چنګاښ ۶ مه، باختر

د پېښو پر وړاندې د چمتووالې او مبارزې وزارت معين مولوي شرف الدين مسلم نن لغمان ته تللی او هلته یې د کونډ سيمې له هغو (۳۶) واوره ځپلو کورنيو سره نغدي مرسته وکړه چې څه موده مخکې د لغمان او کونړ پر سرحدي کرښه (کونډ) کې د سختې واورې له امله ایسارې شوې وې.

دغه کسان د لغمان د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست په همکارۍ له يادې سيمې څخه راوېستل شوې او د درملنې په موخه د مهترلام ولايتي روغتون ته راوړل شوې دي.

په دې مرسته کې پر هرې ټپي پنځوس زره افغانۍ او خوراکي توکي ووېشل شول.

مسلم وايي، چې ولس تل له اسلامي امارت سره همکاري کړې او امارت به په هر حالت کې د خپل ولس لاسنیوی کوي.

په لغمان کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس قاري خير محمد غازي وايي، چې څو ورځې وړاندې د لغمان او کونړ پر سرحدي کرښه د سختې واورې له امله ځينې کورنۍ په واورو کې اېسارې شوې وې چې د دوی په همکارۍ له یادې سیمې راووېستل شوې او د ښې درملنې په موخه د مهترلام ولايتي روغتون ته راوړل شوې.

بل لور ته زیانمنو شویو کورنیو په لویه کچه د اسلامي امارت هڅې وستايلې، له هغوی يې مننه وکړه چې په سخت وخت کې يې د دوی لاسنيوی وکړ او مرسته يې ورسره وکړه.

ښاغلي مسلم د مهترلام ولايتي روغتون روغتیا پالانو ته سپارښتنې وکړې چې د ناروغانو په درملنه کې لا زیاته هڅه وکړي.

د ولايتي روغتون رئیس پآينده محمد سهاک راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د لغمان ولايتي روغتون شپه او ورځ د ولس په خدمت کې دی.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته