خبرونهښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر هېواد ته را ستون شو

 کابل، د چنګاښ ۵ مه، باختر

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني او ورسره مل پلای له ترکیې څخه بېرته هېواد ته راستون شو.

د باختر آژانس د خبر له مخې، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر چې د ترکیې په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی و د خپل سفر په بهیر کې د ترکیې د لوړو زده کړو له لوی رئیس، د دیني او اوقافو چارو له رئیس، د بورسونو له رئیس، د ارالافتا له رئیس، یو شمېر شخصیتونو او د ترکیې د نړیوالو ښوونځیو له رئیس سره وکتل.

په دې کتنو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د تجربو د تبادلې او د نظریو د شریکولو په ترڅ کې له افغانستان سره په تحصیلي چارو کې د ترکیې د همکاریو غوښتنه وکړه او د ترکیې د بېلا بېلو برخو مسوولینو د افغانستان د لوړو زده کړو له وزارت سره د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وزارت سرپرست د دغه سفر په بهیر کې د ترکیې تحصیلي بنسټونه د اسلامي عالمانو نړیوال دفتر او د اسلامي علمي تحقیقاتو مرکز وکوت.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته