کابل / د لړم ١۴مه / باختر
د لوړو زده کړووزارت د رهبرۍ شورا د پرېکړې له مخې، د کروناويروس له امله د سمسترونو زيانمنتيا، وروستي سياسي بدلونونو، د اکاډميک تقويم د بدلون او د لوړو زده کړو په خصوصي بنسټونو کې د ژمنيو رخصتيو نشتوالي، د ليسانس دورې د زده کړې مقررې د ٣٠مې او ۳۱مې مادې د شرايطو د تطبيق په پام کې نيولو سره د بدلون وخت يوازې د ١٤٠٠کال لپاره د لړم په ١٥مه پيل شو او د١٤٠٠کال د ليندۍ په ١٥مه پاى ته رسېږي.
د تبديلی غوښتونکي کولاى شي د تبديلی فورمې د لوړو زده کړو وزارت له وېب پاڼې او يا د دغه وزارت د پذيرش آمريت د لوړو زده کړو د خصوصي بنسټونو د مسوولينو له څانګې ترلاسه کړي او د دوو تحصيلي بنسټونو له موافقې وروسته دې بېرته وسپاري.
ج-ا