خبرونهښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت اعلامیه

 کابل، د چنګاښ ۲ مه، باختر

د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني په بهرنیو سفرونو د بندیز په اړه د ملګرو ملتو سازمان د امنیت شورا د پرېکړې په باب د لوړو زده کړو وزارت اعلامیه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني په بهرنیو سفرونو د ممنوعیت په اړوند د ملګرو ملتو سازمان د امنیت شورا پرېکړه د یو سیاسي فشار، د یو ناسنجول شوې پرېکړې، د یو پوپولیستي عمل په توګه او د ټولو قوانینو پر خلاف بولي.

ټولو ته معلومه ده، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بریالیتوب وروسته د لوړو زده کړو ټول دولتي او خصوصي پوهنتونه د نجونو او هلکانو پرمخ پرته له کوم تعصبه پرانیستل شول او د هېواد د عرف له مخې نجونو او هلکانو ته د تحصیل زمینه برابره شوه هېڅ داسې کوم مورد شتون نه لري چې تحصیلي سیسټم منحرف کړي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ډاکتر لطف الله خیرخوا د دغه محدودیت په غبرګون کې نیویارک ټایمز ته ویلي:( د ملګرو ملتوسازمان دغه پرېکړه حالات نور هم بحراني کوي) له لسو میاشتو را په دې خوا د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه هیئت او د بېلا بېلو بهرنیو بنسټونو د استازو ترمنځ زیاتې غونډې تر سره شوې دي، چې د دغو بنسټونو د رپوټونو په بنسټ د دغو غونډو پایلې بریالۍ وې، او هیڅ راز مورد نه دی لیدل شوی چې په نتیجه کې یې د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه په سفرونو د بندیزونو سبب شي.

د لوړو زده کړو وزارت په حوزه کې هېڅ کوم مورد شتون نه لري، چې د نړۍ له بشري قوانینو، د بشر حقوقو او د علمي او اکاډمیکي پالیسیو سره په تناقص کې وي.

له بله پلوه په دې برخه کې د ملګرو ملتو سازمان له پخوا هېڅ ډول خبرداری او یا خبرپاڼه د لوړو زده کړو وزارت ته نه ده سپارل شوې، نو له همدې امله د دغې کمېټې پرېکړه هېڅ ډول قانوني او حقوقي اړخ نه لري او یواځې د افغانستان د لوړو زده کړو په برخه کې د خلکو ستونزې زیاتوي.

د ملګرو ملتو له سازمان او د دغه سازمان له امنیت شورا څخه زموږ غوښتنه داده، چې په دې پرېکړې بیا کتنه وکړي او اجازه ورکړي چې د لوړو زده کړو وزارت د پروګرامونو په ښه تطبیق سره د دغه هېواد ځوانان په تېره بیا استادانو او محصلانو ته د زده کړې او تدریس زمینه برابره شي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته