ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت خبرتيا

کابل / د زمري ۱۶مه / باختر
د سيد جمال الدين افغان (کونړ) پوهنتون په روان کال کې د اقتصاد پوهنځي د ادارې او تشبثاتو په ديپارتمنت کې په يو بست کې د ډاکټر، ماسټر او يا ليسانس په سويه علمي کادر ته اړتيا لري.
په شرايطو برابر مينه وال د دغې خبرتيا د خپرېدو له نېټې څخه د روان کال د زمري تر ٢۶مې پورې د خپل شموليت غوښتنليکونه د نمرو د ترانسکريپت له اصل او د تابعيت تذکرې له کاپي سره د کونړ سيدجمال الدين پوهنتون ته وسپاري.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته