کابل، د غبرګولي ۳۱ مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او قانون جوړونې ریاست مسوولینو د ختیځ زون د تحصیلي بنسټونو لپاره د ستراتیژیک پلان ، احصایې او راپور ورکولوروزنیز ورکشاپ د ننګرهارپه پوهنتون کې جوړ کړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د ورکشاپ په پیل کې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند ډاکټر خلیل احمد بهسودوال، دغه روزنیزورکشاپ د ظرفیتونو لوړولو لپاره اغېزمن وباله.
د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او قانون جوړونې رئیس مفتي رضوان الله منیب د دغه روزنیز ورکشاپ د اهدافو او پروګرامونو د ترتیبولو او نیمګړتیاوو د تنظیمولو په اړه معلومات ورکړل.
ورپسې د ترتیب، توحید او د پلان د تطبیق آمر محمد داوود ځلاند او د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او قانون جوړونې ریاست یو شمېر مسلکي کارکوونکو د پلانونو د ترتیب او د کاري راپورونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د ۱۴۰۱ مالي کال پلان یې هم تشریح کړ.
دغه راز په دغه ورکشاپ کې د ختیځ زون لپاره د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي او د ننګرهار پوهنتون مرستیال قاضي خالد صداقت هم په خپلو خبرو کې د لوړو زده کړو وزارت د پلانونه او پالیسیو د تطبیقولو ډاډ ورکړ.
ع