ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست: د افغانستان اسلامي امارت د نارینه او ښځو تعلیم او تحصیل ته ژمن دی

کابل / د مرغومي ۲۲مه / باختر
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ عبدالباقي حقاني نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د افغانستان اسلامي امارت د نارینه او ښځو تعلیم او تحصیل ته ژمن دی.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزارت ‍سرپرست څرګنده کړه چې یو هېواد هغه وخت پرمختګ کوي چې علمي او تحصیلي بنسټونه یې قوي، مضبوط او خودکفا وي.
د هغه په خبره؛ که چېرې د افغانستان عملي او تحصیلي بنسټونه پیاوړي شي، نو په دې صورت کې د هېواد د خلکو اړتیاوې پوره او له نورو هېوادونو سره سیالي کولای شي.
شیخ عبدالباقي حقاني زیاته کړه چې اسلامي امارت دولتي او خصوصي پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو ته یو شان پاملرنه کوي او ساتنه ترې کوي او غواړي چې په ټول هېواد کې نارینه او ښځو ته یو خوندي تحصیلي چاپېریال برابر کړي.
هغه څرګنده کړه چې افغانستان د یو اسلامي هېواد په توګه هم دیني او هم تعلیمي او تحصیلي مرکزونو او بنسټونو ته اړتیا لري او دغه مرکزونه باید داسې قوي وي چې وکولای شي د هېوادوالو ديني اړتیاوې پوره کړي.
هغه زیاته کړه: هېواد مو تعلیمي او تحصیلي بنسټونو ته هم اړتیا لري چې د دین په ساتنه او تطبیق او د هېواد په دفاع کې مرسته وکړي. اسلامي امارت دیني او عصري مرکزونو ته یو شان پاملرنه کوي او د تحصیل بنسټونو ساتنې ته ژمن دی.
هغه د لوړو زده کړو وزارت فعالیتونو او لاس ته راوړنو ته په اشارې سره وویل چې دغه وزارت وکولای شول چې په یوشمېر خصوصي تحصیلي بنسټونو کې د بې نظمیو مخه ونیسي او همدارنګه بېلابېلې آزموینې واخلي.
هغه زیاته کړه چې په تېرو پنځو میاشتو کې یوشمېر بهرنیو هېوادونو ته سفر کړی او دغه راز د یوشمېر هېوادونو له سفیرانو سره کتلي دي او د تحصیلي بورسونو د ورکړې او له هېواده بهر د افغان محصلانو ستونزې له دوی سره شریکې کړې دي چې ښې پایلې یې درلودې.
په دې خبري غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د تحصیلي بنسټونو پر معیاري کېدو ټینګار وکړ او پر خصوصي تحصیلي بنسټونو یې غږ وکړ چې خپل فعالیتونه دې معیاري کړي.
دغه راز له هېوادوالو څخه هم وغوښتل چې په تحصیلي ډکر کې د هېواد د دښمنانو پر منفي تبلیغاتو دې باور ونه کړي، ځکه دوی نه غواړي چې افغانستان پیاوړي او پر ځان بسیا تحصیلي بنسټونه ولري.
په همدې حال کې هغه په نږدې راتلونکې کې د دولتي پوهنتونونو د بیا پرانیستل کېدو خبر هم ورکړ او د دولتي ‍پوهنتونونو د بندېدو اصلي دلیل یې اقتصادي ستونزې او ځینې نورې مسئلې یادې کړې چې ژر به حل شي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته