کابل، د غبرګولي٣٠مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني ترکيي ته د خپل سفر په بهير کې د دغه هېواد په قونيه ښار کې د مولانا جلال الدين محمد بلخي او د شمس تبريزي د ديني زده کړو مدرسې وکتلې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د لوړو زده کړو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي، چې مولوي حقاني د مولانا جلال الدين محمد بلخي او د شمس تبريزي د ديني زده کړو د مرکزونو له استادانو او زده کوونکو سره په کتنه کې د افغانستان او ترکيي ترمنځ د ګډو ديني او فرهنګي ارزښتونو په اړه خبرې اترې وکړې.
له بله پلوه د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ترکيې ته د خپل سفر په بهير کې له افغان محصلینو سره چې د ديني علومو په څانګو کې په زده کړو بوخت دي، هم وکتل او د هغوى ستونزې او پيشنهادونه يې واوريدل.
مولوي حقاني د ترکيې د کرنې پوهنتون او د کرنې د تحقيقاتو فارمونه هم وکتل او د دغه پوهنتون له مسوولينو يې غوښتي دي، چې د کرنې او د تحقيقي فارمونو په جوړولو کې خپلې تجربې د افغانستان د لوړو زده کړو له وزارت سره شريکې کړي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي عبد الباقي حقاني د افغانستان له تحصيلي سکتور سره د ترکيې د دولت او روزنيزو بنسټونو د همکارۍ د جلبولو په مقصد دغه هېواد ته سفر کړى دى.
مخکې له دې مولوي حقاني د ترکيې د لوړو زده کړو او ديني چارو له وزيرانو سره په کتنه کې د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو د ظرفيتونو لوړولو او د آنلاين روزنيزو پروګرامونو د ترسره کولو لپاره له دغه هېواد د همکارۍ غوښتنه کړې وه.
\ ذ