سیاستخبرونهTOPښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل

کابل، د سلواغې ۱۸مه، باختر

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم په کابل کې د چین له سفیر جاو شنګ سره وکتل.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي وایي چې په دې کتنه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم د چین سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د نیکو تاریخي، سیاسي او اقتصادي اړیکو په اړه خوښي څرګنده کړه او پر پراختیا یې ټینګار وکړ.

شیخ نداء محمد ندیم وویل، چې چین تل د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی او نن هم د اسلامي امارت د تګلارو او خودکفایۍ ملاتړ او درناوی کوي.

هغه په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو په برخه کې د چین د مرستو څخه د مننې ترڅنګ وویل، له ټولو هېوادونو مو غوښتنه دا ده، چې د افغانانو د اړتیاوو پر اساس خپلې مرستې تر سره کړي.

نداء محمد ندیم د خپلو خبرو پر دوام په یاد هېواد کې د افغانستان د سفیر د باورلیک په منلو کې، د چین د وروستي اقدام ستاینه وکړه او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او علمي پرمختیا په برخه کې یوه ستره لاسته راوړنه وبلله.

ورته مهال د چين سفير جاو شنګ د دواړو هېوادونو ښو تاريخي او اقتصادي اړيکو ته په اشارې سره وويل، چې د چين حکومت د افغانستان مذهبي او کلتوري ارزښتونه او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوى کوي، چې وروستۍ ډيپلوماتيکې کړنې هم د دې ادعا څرګندونه کوي.

هغه همدا راز وويل، چين له افغانستان سره د کرنې او کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې پراخې سوداګريزې اړيکې لري او په پام کې ده چې دغه اړيکې د پخوا په پرتله لا پراخې شي.

نوموړي دغه راز د اکاډمیکو او تحصیلي اړیکو پیاوړتیا او د تحصیلي بنسټونو د استادانو د ظرفیت لوړونې پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته