کابل / د ثور ۴ مه / باختر
د لوړو زده کړو وزارت علمې معیین ډاکترلطف الله خیرخواه د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د کادري بستونو د آزموینې بهیر وکوټ.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د لوړو زده کړو وزارت علمي معیین په داسې حال کې چې د دغه وزارت یو شمېر رییسان هم ورسره وو، د آزموینې له هیئت څخه وغوښتل چې په آزموینه کې شفافیت په پام کې ونیسي او حق حقدارته وسپاري.
دغه راز خیرخواه د دغه پوهنتون د ماسترۍ پرورګرام برخه هم وکتله .
د دغې څانګې د مسوولینو ستونزې او پېشنهادونه یې واورېدل او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.
ج