کابل، د چنګاښ ۶ مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د کابل طبي پوهنتون درسي بهیر وکوت او د محصلینو ستونزې او غوښتنې یې واورېدې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلینو د چارو رئیس حامد یعقوبي په دې کتنه کې د پوهنتون درسي بهیر، تدریسي امکانات، لابراتوارونه، کتابتونونه، ورزشي ډګرونه او نورې برخې له نږدې وکتلې او دغه راز د محصلینو غوښتنې، ستونزې او وړاندیزونه يي هم واورېدل.
هغه د کابل طبي پوهنتون محصلینو ته د خبرو په وخت وويل، چې دغه څېړنه د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ په لارښوونه ترسره شوې، او موخه يې د درسي سيستم څېړنه، د محصلينو د ستونزو په ګوته کول او د حل لارې موندل دي.
د هغه د څرګندونو له مخې، دغه شان کتنې به د کابل، د ښوونې او روزنې او د کابل د پولې تخنیک په پوهنتونونو کې هم ترسره شي، او د امکاناتو د برابرولو په صورت کې به د دغه وزارت پلاوى د هېواد په ولايتونو کې د نورو دولتي تحصيلي درسونه هم وڅړي.
ع