TOPښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزیر د پاکستان له سفیر مهاجرو افغان ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمینې برابرولو غوښتنه وکړه

کابل / د لړم ۹ مه / باختر

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره پر دوه اړخیزو علمي او تحصیلي همکاریو خبرې وکړې.

د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په تحصلي برخو کې د پاکستان له همکاریو مننه وکړه او په پاکستان کې یې د افغان زده کړیالانو د ستونزو د حل او همدا رنګه په هغه هېواد کې د مېشتو افغان مهاجرو ځوانانو ته د لوړو زده کړو د زمینې برابرولو  غوښتنه وکړه.

حقاني د پاکستان له سفیر څخه د هغو سکالرشیپونو په اړه هم جزئیات وغوښتل چې افغان زده کړیالانو ته یې ورکوي.

په همدې حال کې په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په تحصیلي برخو کې له افغانستان سره د مرستو او افغان زده کړیالانو ته د سکالرشیپونو ورکولو ژمنه وکړه. هغه وویل چې افغانستان او پاکستان ګډې مذهبي او کلتوري اړیکې لري.

په کتنه کې د پاکستان سفیر، د لوړو زده کړو وزیر  په مشرۍ یوه تخنیکي ټیم ته په هغه هېواد کې د تحصیلي چارو په باب له اړوندو اړخونو سره د کتنې او ستونزو شریکولو په موخه پاکستان ته د سفر بلنه ورکړه.

ن/ر

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته