فرهنګ

د لوګرد اطلاعاتواوفرهنګ رييس : ځوانان دې د مطالعې فرهنګ په بنسټيزکولو کې هلې ځلې وکړي

کابل /دلړم ٣٠مه /باختر
د لوګر د اطلاعاتواوفرهنګ رياست مسوولينو د دغه ولايت له ځوانانو اوخلکو غواړي چې د مطالعې اوله کتاب سره په ملګرتيا سره د خپلو فکري معلوماتوکچه زياته کړي.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ د لوګر دعامه کتاپتون مديرعبدالاحمد فيضي وايي چې د لوګر په عامه کتابتون کې په بېلابېلو عنوانونوسره ١٢ زره کتابونه شته ،خوبياهم په دغه ولايت کې د مطالعې فرهنګ تريوې اندازې پورې پېکه ده اوهره ورځ د مطالعې ډير لږ مينه وال د مرکز اود محمداغې او د بره کي برک د ولسواليو عامه کتابتونونوته مراجعه وکړي.
هغه زياته کړه چې عامه کتابتون په عمومي برخو کې د نويو کتابونو له نتشوالي سره مخ دى .
هغه وويل: هغه کتابونه چې په کتابتون کې شته د مراجعينو ٧٥ سلنه ستونزې لرې کوي.
دهغه د څرګندونو له مخې، د اسلامي امارت په برياليتوب سره له نيکه مرغه په ټولوبرخوکې بشپړ امنيت تامين دى اوبايد ځوانان له دغه فرصت څخه استفاده وکړي او کتابتونونوته مراجعه وکړي.
دعامه کتابتون مدير له نورو بنسټونو،موسسو او ملي سوداګرو وغوښتل چې د کتابتون په بډاينه کې همکاري وکړي.
دغه راز د لوګر د اطلاعاتواوفرهنګ رييس قاضي رفيع الله صميم بآختراژانس ته وويل: د لوګر د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د کتاب د ارزښت په اړه د پوهاوي ورکولو په خاطر دعلمي سيمينارونود جوړولو په ګډون ارزښتناک پروګرامونه ترلاس لاندې لري. هغه له ټولو ځوانانو وغوښټل چې د مطالعې فرهنګ په بنستيز کولو کې هلې ځلې وکړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته