کابل، دغبرګولي٢٨مه، باختر
د لوګر ولايت د فوټبال (ب) ليګ په سياليو کې د بره کي راجان د ځوانانو اتحاد لوبډلې خپل سيال ته په ماتې ورکولو سره د دغو سياليو اتولي خپله کړه.
د لوګر د فوټبال فدراسيون مسوول جاويد صديقي باختر آژانس ته وويل، چې په لوګر کې د فوټبال (ب) ليګ سيالۍ په دوو ډلو کې د ١٦ ټيمونو تر منځ په پل علم ښار کې پيل شوې وې، چې په پايلوبه کې د بره کي راجان د ځوانانو اتحاد لوبډلې د اتحاد سحر د فوټبال له لوبډلې سره لوبه وکړه، چې د بره کي راجان د ځوانانو اتحاد لوبډلې خپل سيالې ته په ماتې ورکولو سره د دغو سياليو اتلولي خپله کړه شو.
د صديقي د څرګندونو له مخې د بره کې راجان د ټيم لوبغاړی ډاکتر بصير مهمند د ١٣ ګولونو په وهلو سره د دغو سياليو ښه ګول وهونکى وټاکل شو.
\ ج