خبرونهټولنه

د لوګر خلکو د افغانستان د عالمانو سترې غونډې ملاتړ وکړ

کابل، د چنګاښ ۱۲ مه، باختر
د افغانستان د عالمانو ستره غونډه چې د څه د پاسه ۳۵۰۰ تنو دیني عالمانو او قومي مشرانو په ګډون د لویې جرګې په خیمه کې پیل شوې وه پرون په ۱۱ مادو کې د یو پرېکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېد.
د باخترآژانس د سیمه ييزخبریال محمد زاهد سلطاني د خبرله مخې، په دې پرېکړه لیک کې دیني عالمانو او د غونډې نورو برخه والو له اسلامي نظام څخه خپل ملاتړ اعلام کړ او له ټولو افغانانو یې وغوښتل چې په یو والي او پیوستون سره د اسلاي نظام تر چترلاندې د هېواد د آبادولو او د اسلامي شریعت د بقا لپاره هڅې وکړي.
د لوګر یو اوسېدونکی نقیب الله اکبري باخترآژانس ته وویل چې دغه غونډه د هېواد د لوړو ګټو په لاره کې په سترو لاس ته راوړنو سره پای ته ورسېده او د غونډې برخه والو نړیوالو ته وښودله چې افغانان متحد او یو موټی دي او د اسلامي نظام د بقا لپاره په یووالي او پیوستون سره عمل کوي.
دغه راز د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیع الله صمیم وویل چې په دې غونډه کې د لوګر د خلکو په استازیتوب څه د پاسه شلو دیني عالمانو او قومي مشرانو هم ګډون کړی و.
هغه زیاته کړه چې په دې غونډه کې د افغانستان د اسلامي امارت د مشرانو په ګډون دیني عالمانو ګډون کړی و او د بېلا بېلو مسلو په اړه د خبرو ترڅنګ دیني عالمانو خپلې نظریې او وړاندیزونه هم له حکومت سره شریک کړل.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بریالیتوب وروسته د لوګرخلک په امنه فضا کې ژوند کوي او له اسلامي امارت څخه خوشحاله دي او وايي چې د یو پرمختللي او ودان افغانستان لپاره د دیني عالمانو نظریو ته جدي اړتیا ده او هغوی د دغه شان نورو سترو غونډو د جوړولوغوښتنه وکړه.
د لوګر خلک له نړیوالې ټولنې او له اسلامي هېوادونوغوښتنه کوي چې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژني لګول شوي بندیزونه لرې کړي او د افغانستان د خلکو شتمنۍ آزادې کړي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته