امنیت

د لوګر خلکو په دغه ولايت کې له امنيتي حالت څخه خوښي څرګنده کړه

کابل /د تلي ٢٨مه /باختر
د لوګرخلک په دغه ولايت کې له موجود امنيتي حالت څخه خوښي څرګندوي او وايي چې د لوګر خلک د امنيت په تامينولوکې د اسلامي امارت له ځواکونوسره همکارۍ ته چمتودي .
د لوګر دوه تنه اوسيدونکي ولي خان محمد او سيدمحمد باختراژانس ته وويل چې د اسلامي امارت په برياليتوب سره په دغه ولايت کې امنيت ښه شوى دى اوموږکولاى شو له کومې اندېښنې پرته شپه او ورځ د لوګر هرې سيمې ته تګ راتګ وکړواو د لوګر له خلکوسره د اسلامي امارت د مجاهدينوچلند ډير ښه دى.
د پل علم ښار غالى پلورنکى حاجي داود او ترکاري پلورنکى ګل کاګا د باختراژانس خبريال ته وويل چې د دوى کاروبار د تېرو ورځوپه پرتله ښه شوى دى او اوس د امنيت او د خپلومالونو دغلا کېدو هيڅ اندېښنه نه لرو. او د شپې ترنا وخته پورې په ښار کې په خپلوکارونوبوخت يو.
په همدې حال کې د لوګر امنيه قوماندان مولوي ضيا الحق حامد باختر اژانس ته وويل: موجود امنيتي حالت د اسلامي امارت د مجاهدينو او د خلکو په همکاريواوقربانيو رامنځته شوى دى. او دوى په دغه ولايت کې د لاښه امنيت د تامينولو لپاره هلې خلې کوي.
د لوګر امنيه قوماندان زياته کړه، د اسلامي امارت په برياليتوب سره امنيتي ځواکونوپه لسګونه تنه چې په بېلا بېلو نومونو يې د ټولنې نظم ګډوډول د قانون منګولو ته سپارلي دي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته