امنیت

د لوګر د بندیانو حالت وڅېړل شو

کابل /دسلواغې ۱۸مه/باختر
د پل عالم د ښاري محکمې رییس مولوي علی مرجان په مشرۍ موظف هيئت پرون په دغه ولایت کې له بندیانو سره وکتل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د شرعي اصولو او قوانینو له مخې له بندیاسو سره چلند کوي او د هیچا په حق کې به بې عدالتي ونه شي.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د زندانونو مسوولینو ته لارښوونه شوې، چې د امیر المومنین د حکم په پام کې نیولو سره له بندیانو سره ښه چلند وکړي اوهلې ځلې وکړي چې زندانونه او نظارت خونې د معروف او خیر په چارو کې د بندیانو د بلنې پر مرکز بدل کړي چې له زندان څخه صالح کسان ټولنې ته ستانه شي.
د دغه هيئت په ترکیب کې د لوګر ولایت مرستیال مولوي انعام الله صلاح الدین د امر باالمعروف او نهی عن المنکر رییس مولانا نورالرحمن عابد د پوهنې رییس مولوي جنت ګل، د جزا د دیوان رییس مولوي جان محمد شامل و.
د لوګر ولایت مرستیال مولوي انعام الله صلاح الدین د زندانونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د حکم پر تطبیقولو کې جدی هلې ځلې وکړي او هیڅکله له بندیانو سره ناسم چلند ونه کړي.
د لوګر د والی مرستیال د امر بالمعروف په چاروکې د بندیانو پرتعلیم او دعوت ټینګار وکړ.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته