خبرونهورزش

د لوګر د کرکټ لوبغالي احاطوي دېوال د جوړولو کار بشپړ شو

کابل، د غبرګولي ۲۵ مه، باختر

د لوګر د کرکټ ورزشي لوبغالي د لومړي دېوال د جوړولو کار بشپړ او نن د د دغه ولایت د کرکټ بورډ مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د هېواد د کرکټ بورډ يوه مسوول صديق الله احمدزي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د پل علم ښار د کرکټ لوبغالي لومړى احاطوي دېوال د جال او پایې په توګه  د ۱ مليونو ۱۰۰ زرو افغانيو په لګښت جوړ شوى دى، چې ۲ نیم متر لوړوالي او ۴۵۰ متره اوږدوالی لري.

د لوګر د کرکټ مسوول بشيراحمد ساحل وويل، چې دغه دېوال د دې لپاره جوړ شوى، چې لوبغالي  ته د لوبغاړو د ننوتو د مخنیوي په خاطر او لوبغاړو ته په مناسبه فضا کې د کرکټ لوبې د ترسره کولو لپاره جوړ شوی دی.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس رفيع الله صميم ورزش د ولسونو د يووالي او پیوستون وباله او زياته يې کړه، چې ورزشکاران د هېواد لپاره ډېر وياړنه وګټي.

هغه د لوګر د کرکټ بورډ له مسوولینو وغوښتل، چې په دغه ولایت کې د کرکټ لوبغالي  معیاري کولو ته زیاته پاملرنه وکړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته