ورزش

د لوګر د کلنګار د والیبال ټیم اتل شو

پل علم / د ثور / ۱۸/ باختر
په لوګر کې د رمضان او سولې جام د والیبال په سیالیو کې د کلنکار پیروزي ټیم اتل شو.
د لوګر ورزشي امر ولید ستانکزي د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه سیالۍ څو ورځې مخکې د لوګر د مرکز او ولسوالیو د لسو ټیمونو ترمنځ د دغه ولایت د ورزشي امریت د والیبال فدراسیون په همکارۍ پیل شوې وې .
د سیالیو په پای کې د لوګر اتلانو او د کلنګار پیروزي ټیمونو لوبه وکړه چې په نتیجه کې د کلنګار پیروزي ټیم لومړی مقام وګاټه .
د لوګر ورزشي امر د دغو سیالیو د تر سره کولو موخه د ورزش وده او د ځوانانو هڅونه وبلله او زیاته یی کړه چې د ګډون کوونکو اساسي ِخوښتنه په هېواد کې د دایمي سولې تامینول دي.
په پای کې ګډونکوونکو ټیمونو او هغه ورزشکارانو چې ښه ځلیدلي وو د سوغاتونو په ورکولو سره وستایل شول. .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته