![Img 20240629 Wa0003](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/06/IMG-20240629-WA0003-780x470.jpg)
کابل، د چنګاښ ۹مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور، د لوګر له یو شمېر قومي مشرانو سره په کتنه کې؛ په دغه ولایت کې د اوبو او انرژۍ پروژو د پلي کولو په اړه خبرې کړې دي.
باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې یادو مشرانو د لوګر ستونزې او اړتیاوې د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره شریکې کړې او په دغه ولایت کې یې د اوبو او انرژۍ پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، هغوی ته ډاډ ورکړی چې اوسمهال د دغه وزارت له لوري د سرخاب او خروار بندونو چارې جریان لري او په نږدې راتلونکي کې به هم د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره په لوګر کې د اوبو او انرژۍ لا ډېرې پروژې پلې شي.