اقتصاد

د لوګر مستوفیت عواید ۱۳میلیونه افغانۍ زیات شوي دي

کابل /دمرغومي ۲۶مه /باختر
د لوګر مستوفیت په دغه ولایت کې د ۱۳میلیونوافغانیو عوایدو د زیاتوالي خبرورکړ.
د باختراژانس د سیمه ییز خبریال د خبرله مخې، په هغې غونډه کې چې د مالیاتي اوونۍ په مناسبت د لوګر په مرکز پل علم ښار کې جوړه شوې وه د لوګر والي مرستیال مولوي انعام الله صلاح الدین وویل د اسلام دین بشپړ دین دی چې په اقتصادي برخه کې هم بشر ته د بشپړو اقتصادي اصولوزیری ورکړی دی.
د لوګر والي مرستیال د ملکي بنسټونو له رییسانو، سوداګرو، کسبګرو، شرکتونو او هټیوالو وغوښتل چې د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا او د مالیاتو د ورکولو په برخه کې د لوګر له مستوفیت سره همکاري وکړي.
د لوګر مستوفیت د مالیاتو آمر عبدالرافع مدقق وویل چې دغه اداره په روان کال کې په سلو کې له شپیتو څخه تر اویا پورې عواید راټول کړي دي چې د تېرکال په نسبت ۱۳میلیونه افغانۍ زیاتوالی ښیي.
د یو بل خبر له مخې، د مالیاتي اوونۍ د پيل په غونډه کې چې په هیواد کې د مالیې ورکولو فرهنګ د زیات رواجولو په مقصد په غزني کې جوړه شوې وه د غزنی والي خلیفه صاحب محمد اسحاق اخندزاده وویل خلک باید خپلې مالېې له قانون سره سم او له ځنډ پرته په ټاکلي وخت تحویل کړي چې د نورو هېوادونو په شان له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودریږو.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته