کابل / د وري ۲ مه / باختر
مولوي عنایت الله شجاع چې د امیرالمومنین د حکم له مخې د لوګرد نوي والي په توګه ټاکل شوی و، دنده یې پيل کړه.
د نوي والي د معرفت په غونډه کې د لوګر مرستیال مولوي انعام الله صلاح الدین وویل چې په نظام کې ادلون بدلون یو اصل دی او د چارو د ښه والي لپاره ترسره کېږي.
په همدې حال کې د لوګر نوي والي مولوي عنایت الله شجاع ژمنه وکړه چې د دغه ولایت خلکو ته به خدمت کوي.
ع