ټولنه

د لوګر والي د چارو په پرمخ بيولو کې دخلکو دهمکاري غوښتنه وکړه

کابل باختردکب دمياشتې ٨ نيټه :
دلوګر والي ددغه ولايت له يوشمير خلکو سره په کتنه کې له هغوى څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې دې په  جرآت سره طرحه کړي.
دباخترآژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ؛ دلوګر والي محمدانورخان اسحق زي  له مسوولينو ، خبريالانو او رسنيو سره په يوه غونډه کې  دلوګر ولايت   له خلکو څخه وغوښتل  چې خپلې ستونزې دې په  جرآت سره  له ده  سره طرحه کړي او دهغو کارونو  په ترسره کولو کې  چې دخلکو په ګټه وي  دده ملاتړ وکړي او  که چېرې دخلکو دګټو پرخلاف يې کوم کار وکړ په جديت  او جرآت سره  دې  دده مخه ونيسي .
په دې غونډه کې   برخه والو  خپلې ستونزې دلوګر له والي سره طرحه کړې  چې دلوګر دوالي دهغو دحل کولو  ژمنه وکړه.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته