امنیت

په پکتياکې د طالبانو او پوځيانو ترمنځ جګړې

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۹ مه
پکتيا نن د هېواد د پوځيانو او وسله والو طالبانو ترمنځ د خونړیو جګړو ډګر و.
دغه نښتې د مچلغو بند په ساحه کې نن سهار د يرغلګرو په بريد سره پيل شوې او لا هم دوام لري.
په پکتيا کې يو پوځي مقام دغه جګړې تائيد کړې خو د تلفاتو په باب يې څه ونه ويل.
هغه وويل چې کومکي ځواکونه ساحې ته استول شوي او وسله وال طالبان له څو لورو څخه کلابند شوي دي.
له بله پلوه په ګرديز ښارکې د پکتيا د مرکزي روغتون ډاکتران وايي چې د جګړو له امله ۳ مړي او ۱۰ ټپيان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.
دغه راز په خبرونو کې ويل شوي دي چې دغه جګړې د دې سبب شوې دي چې د سيمې اوسيدونکي د خپلو کورونو پرېـښودو ته اړ شي.
جزييات وروسته خپريږي.
پاى ذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته