خبرونهټولنه

د لوګر په دریو ولسوالیو کې د نغدو پیسو د وېشلو بهیر پیل شو

 کابل ، د غبرګولي ۱۸ مه ، باختر

د ملګرو ملتونو سازمان د یونیسف دفتر په مالي مرسته د لوګر د ازرې، خروار او د څرخ په ولسوالیو کې په څه د پاسه ۴۴۰۰ اړمنو کورنیو د نغدو پیسو د وېشلو بهیر نن پیل شو.

د لوګر د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسئول صبغت الله نایب خېل د باختر آژنس خبریال ته وویل چې پخوا ۴زره ۴۴۵ اړمنې کورنۍ د کوار مؤسسې له خوا سروې شوې وې، چې په لومړي پړاو کې پر هرې کورنۍ ۱۷۵۰۰ افغانۍ وېشل شوې دي او په دې پړاو کې پر هرې سروې شوې کورنۍ ۷۵۰۰ افغانۍ وېشل کېږي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته