ښوونه او روزنه

د لوګر ښوونکو ته روزنيز سيمينار پاي ته ورسيد

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٤
د لوګر ولايت د ښوونځيو ښوونکي له نويو درسي کتابونو سره دلوست ورکولو په لارو چارو بلد شول .
دلوګر ولايت دپوهنې د رياست  ويندوى  شاهپور عرب باختراژانس ته ووي :
دغه ښوونکي په هغه  ديارلس ورځني روزنيزه  کارګاه کې  چې د پوهنې د وزارت له خوا او د کوارموسسي په همکارۍ  چې دلوګر ولايت د مرکز دپنځوسو ښوونځيو د١٧٤ نارينه او٨٢ ښځينه ښوونکو ته جوړه شوې  وه د نويو کتابونو د لوست ورکولو د لارو چارو اوتعليمي نصاب په باب د کوارمو سسې د ښوونکو له  خوا برخه والو ته لوست ورکړ شو
عرب د دغه پرو ګرام د جوړولو هدف د نويو کتابونو د تدريسى ميتود په برخه کې
د ښوونکو دپوهي د کچې لوړول وباله او زيا ته يې کړه چې په  نږدي راتلونکي کې به  د دغه ولايت د ولسواليو  د ښوونکو  لپاره هم   دغه  شان  روز نيز   پروګرامونه جوړ شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته