ورزش

د کابل منتخب ټيم د هندبال د دوستى جام اتل شو

کابل باختر د ثور ديرشمه :
په کابل کې د هندبال د دوستى جام سيالۍ د کابل د منتخب ټيم په اتلوالى سره پاى ته ورسيدې .
د بدنې روزنې او ورزش د رياست د خپرونو مسوول سيدنصرت د باختر آژانس خبريال ته وويل: ددغوسياليو په وروستي پړاوکې دکابل منتخب ټيم د يونايتد بانک له ټيم سره لوبه وکړه چې لوبه د اته ويشتو په وړاندې په نهو ويشتو سره  د کابل د منتخب ټيم په ګټه پاى ته ورسيده او دغه ټيم د دغو سياليو لومړى مقام وګاټه او د دغو سياليو د اتل ټيم په توګه وپيژندل شو.
دغه راز د يونايتد بانک ټيم دويم او د تاجکستان ټيم دريم او د هرات ټيم څلورمه مقامونه وګټل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته