کابل، د چنګاښ ۵مه، باختر
مالیې وزارت وايي چې د دغه وزارت د رهبرۍ د پرېکړې له مخې؛ د لوی اختر له را رسېدو مخکې د دولتي کارکوونکو د چنګاښ (سرطان) میاشتې معاش اجرا کېږي.
له مالیې وزارت څخه باختر آژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې، ټولو دولتي ادارو ته خبر ورکړل شوی چې د خپلو کارکوونکو د معاش د اجرا کولو په موخه سر له ننه ( د روان کال د چنګاښ میاشتې له پنځمې) خپل استحقاقونه د مالیې وزارت د خزاینو عمومي ریاست ته وسپاري.
وهاج
67 د یوې دقیقې څخه لږ