![Ps202406225](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/06/PS202406225-720x470.png)
کابل، د چنګاښ ۲مه، باختر
کابل ښاروالۍ د لوی اختر په ورځو کې له پلازمېنې کابل ښار څخه د نږدې ۶ زره مټریک ټنه کثافاتو د راټولولو خبر ورکړی دی.
سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د چاپېریال او هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له لوري د لوی اختر په ورځو کې ۵زره ۵۷۲ مټریک ټنه کثافات د کابل ښار له دوه ویشت ګونو ناحیو څخه راټول او له ښار څخه د باندې لېږدول شوي دي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د تنظیف ریاست د مسؤلینو په وینا؛ د لوی اختر په ورځو کې له قربانیو څخه د تولید کېدونکو کثافاتو لپاره د ښار په بېلابېلو برخو کې ځانګړې کثافات دانۍ اېښودل شوې وې چې، پر وخت او معیاري توګه له کثافاتو خالي شوې.
د یادونې وړ ده، چې کابل ښاروالۍ له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کړې، چې د ښار په پاک ساتلو کې ورسره همکار پاتې شي.