خبرونهاقتصاد

د لوېدیځ زون د غالیو تولیدونکو او صادرونکو، د غالیو نندارتون جوړ کړ

کابل، د غبرګولي٢١مه، باختر

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په لوېدیځ زون کې د غالیو د تولیدونکو او صادرونکو له خوا د غالیو نندارتون د جوړولو خبر ورکړ.

د باختر آژانس د خبرله مخې؛ دغه وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي ، چې په دې نندارتون کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د دغه وزارت یو شمېر رئیسانو هم حضور درلود.

د خبرځای د څرګندونو له مخې؛ په دې غونډه کې د لوېدیځ زون د غالیو تولیدونکو او صادرونکو په هېواد کې د غالیو د صنعت د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د افغانستان لپاره د صادراتو د ودې او د غالیو د خرڅلاو په خاطر د نړیوالو بازارونو د رامنځته کولو په برخه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د لازمې همکارۍ غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست په هېواد کې د غالیو صنعت ارزښتناک وباله او په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د پاکو غالیو د زیات پلور او په هېواد کې د غالۍ اوبدونکو ستونزو د حل لپاره د دغه وزارت د هڅو او عملي اقداماتو ډاډ ورکړ.

د مراسمو په پای کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په هېواد کې د لاسي غالیو اوبدلو له نندارتون څخه لیدنه وکړه او د دغه نندارتون د جوړېدو له امله یې د غالۍ له تولیدونکو او صادرونکو څخه مننه وکړه.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته