– کابل/ د غوايي٢٢مه/ باختر
د هېواد د ماليې وزير ملا هدايت الله بدري پرون د يوکاري سفرپه موخه سرپل ته لاړ.
د سرپل مستوفي مولوي محمد صادق حکيمي دغه ولایت ته د هېواد د ماليې وزير د سفر موخه د مستوفيت د کارکوونکو د فعاليتونو او د دغې ادارې د کارکوونکو پر وړاندې د پرتو ستونزو څېړنه وبلله.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د هېواد د ماليې وزير ملا هدايت الله بدري په داسې حال کې چې د سرپل والي محمد يعقوب عبدالرحمن او مستوفي مولوي محمد صادق حکيمي ورسره ملګري وو، د سرپل مستوفيت بيلابيلې څانګې او په دغه ولايت کې د قشقري د تيلو څاه ګانې وکتلې.
د هېواد د ماليې وزير ملا هدايت الله بدري د باخترآژانس له خبريال سره په مرکه کې دغه ولايت ته د سفر موخه د سوداګرو د حالت، د سرپل مستوفيت د کارکوونکو د ستونزو څيړنه، د قشقري د تيلو له څاه ګانو څخه د تيلو د ايستلو د څرنګوالي څيړنه وبلله.
نوموړي د هېواد د اقتصادي زيرمو د ودې او پراختيا لپاره د زياتو اسانتياوو برابرولو په خاطر د اسلامي امارت د مسوولينو د هلو ځلو او فعاليتونو خبر ورکړ.
\ ذ