سیاستخبرونهاقتصاد

د مالیې سر‍پرست وزیر: د خوندي اسنادو د چاپ مطبعې د عصري ودانۍ د جوړولو چارې به له سره پیل شي

کابل، د زمري ۲مه، باختر

د مالیې سر‍پرست وزیر ملا هدایت الله بدري نن په کابل کې د خوندي اسنادو د چاپ له مطبعې څخه د لیدنې پر مهال ویلي چې د دغې مطبعې د عصري ودانۍ د جوړولو چارې له سره پیلېږي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې د مالیې سر‍پرست وزیر له یادې مطبعې څخه لیدنه کړې او مسئولینو ته یې د چارو د لا ښه والي په خاطر لازمې لارښووني کړې دي.

هغه د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او یادونه یې کړې، چې د خوندي اسنادو د چاپ مطبعې د عصري تعمیر د جوړولو چارې له سره پیل او په عصري او اساسي بڼه رغول کېږي.

د یادونې وړ ده چې د مالیې وزارت اړوند د خوندي اسنادو د چاپ مطبعه چې په عصري او پرمختللو چاپي وسایلو سمباله ده؛ د هېواد او سیمې په کچه د چاپي صنعت په برخه کي له پېژندل شویو مطبعو څخه شمېرل کېږي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته