خبرونهاقتصادTOP

د مالیې وزارت سرپرست: هڅې کېږي چې د نفت او ګازو شرکتونو ته زیاتې آسانتیاوې برابرې شي

کابل، د چنګاښ ۲مه، باختر
د مالیې وزارت سرپرست ملا محمد ناصر آخوند، نن د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې له سرپرست محمد یونس مهمند او د افغانستان د نفت او ګازو شرکتونو د سراسري اتحادیې له رئیس سید کریم هاشمي سره وکتل.
باختر آژانس ته د مالیې وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د نفت او ګازو د سراسري اتحادیې رئیس، له مالیې وزارت څخه مننه کړې چې د ګمرکونو په سیسټم کې یې دوی ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړې دي.
هغه خوښي څرګنده کړې چې له دې وروسته د نورم او سټنډرډ ادارې د نفت او ګازو اړونده څانګه د مالیې وزارت تر اثر لاندې فعالیت کوي چې ورسره به د نفت او ګازو شرکتونو ته په اړونده برخه کې لا ډېرې آسانتیاوې برابرې شي.
همدا رنګه، د مالیې وزارت سرپرست ویلي چې په هېواد کې ټول سوداګر او د نفت او ګازو شرکتونو مسئولین هر وخت کولای شي خپلې ستونزې او غوښتنې له مالیې وزارت سره شریکې کړي او دغه وزارت هم تل هڅې کوي چې دوی ته په اړوندو برخو کې لا زیاتې آسانتیاوې برابرې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته