امنیت

د طالبانو قوماندان په شمالي وزيرستان کې ووژل شو

ميرامشاه ډي ډان   باختر دسلواغې دمياشتې ١٧ :
ناپيژندل شويو وسله والو کسانو نن دشمالي وزيرستان  دقبايلي سيمې دميرعلي _ ميرامشاه په واټ کې دطالبانو ديو قوماندان په نقليه واسطې بريد وکړ او دغه قوماندان او درې تنه  ساتونکې يې په ډزو سره  ووژل .
باخترآژانس دپاکستان  د  ډان ورځپاڼي له خولې خبر راکړ :   دغه قوماندان  شفيق نوميده او يرغلګر له بريد وروسته  تښتيدلى دى.
ددغه خبر په باب زيات جزئيات په واک کې نشته  ځکه  دامنيتي گواښونو له امله
رسنۍ په قبايلي سيمو کې فعاليت نه لري .
شمالي وزيرستان  يوه قبايلي سيمه ده  چې دقبايلي قوانينو  له خوا اداره کيږي او ياغيان  ، القاعده  او نورې بنسټپالې ډلې پکې فعاليت کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته