خبرونهاقتصاد

د مالیې وزارت: ټول مالیه ورکوونکي دې خپل مالیاتي اظهار لیکونه او مکلفیتونه تأدیه کړي

کابل / د وري ۷مه / باختر

د مالیې وزارت وايي چې ټول مالیه ورکوونکي دې خپل مالیاتي اظهار لیکونه او مکلفیتونه ډېر ژر تأدیه او وړاندې کړي.

دغه وزارت نن باختر آژانس ته د یوې خبرتیا په استولو سره ویلي دي: « دا چې د ۱۴۰۰ مالي کال پای ته رسېدلی دی، نو ټولو هغو مالیه ورکوونکو حقیقي اشخاصو (کوچنیو متشبيثینو، هټۍوالو او کسبګرو) او حکمي اشخاصو (شرکتونو او موسسو) ته چې تر اوسه یې خپل مالیاتي اظهار لیکونه نه دي وړاندې کړي او یا یې خپل مالیاتي مکلفیتونه نه دي تصفیه کړي، خبر ورکول کېږي چې خپل کلني مالیاتي اظهار لیکونه او مکلفیتونه دې ډېر ژر او په خپل وخت تأدیه او وړاندې کړي.»

د مالیې وزارت همدا رنګه څرګنده کړې ده چې یاد شخصیتونه به د مالیاتي اظهار لیکونو او مکلفیتونو د نه وړاندې کولو په صورت کې، د مالیاتي چارو ادارې د قانون له لیکلو تطبیقي حکمونو سره مخ شي او بیا د شکایت حق نه لري.

د اقتصادي کارپوهانو په باور؛ مالیه د یو هېواد د ملا تېر حیثیت لري او په وخت د مالیاتو ورکړه، د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ سبب کېږي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته