خبرونهامنیتټولنه

د مجاهدینو لپاره د کار کولو زمینه برابرېږي

 کابل، د چنګاښ ۵ مه، باختر

د کورنیو چارو وزارت پلاوي کندز ته په سفر کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل، چې د طرزالعمل له مخې ټول مجاهدین او وړ کسان د بایومټریک پړاونو له بشپړولو او د لازمو اسنادو له وړاندې کولو وروسته به په دندو وګمارل شي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغه غونډه کې د کندز والي ملا نثار احمد نصرت، امنیه قوماندان قاري بختيار معاذ او د دغه ولايت ولسوالانو ګډون کړی و.

په دې ځانګړې ناسته کې د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو معین د نوي تشکیل او د موخو په اړه یې ګډون کوونکو ته معلومات ورکړل.

د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې لوی قوماندان د نوي تشکیل په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې د نوي تشکیل یوه اساسي موخه د ټولو مجاهدینو او اشخاصو لپاره چې د کار کولو وړتیا ولري ورته د کار زمینه برابرېږي.

په دې غونډه کې د کندز والي ملا نثار احمد نصرت وویل، چې د نوي تشکیل په تطبیقولو کې د کورنیو چارو وزارت له پلاوي سره هر ډول همکاریو ته چمتو دی.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته