کابل، د چنګاښ ۹ مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معينيت شورا په يوه غونډه کې د خصوصي او دولتي تحصيلي بنسټونو د محصلانو غوښتنې او ستونزې وڅېړلي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د خصوصي تحصيلي بنسټونو د غير مجوزو دېپارتمنټونو، د فارغو شويو محصلانو د سندونو، په طب پوهنځيو کې له معياري اندازې زيات په يوه ټولګي کې د زیاتو محصلين جذب، د قندهار د تکنالوجۍ او کرنې د ملي پوهنتون (انستو) د ماسترۍ پروګرام او د ديپلومونو د فارمټ په اړوند خبرې وشوې.
دغه راز د محصلانو چارو معينيت د شورا غړو د دولتي او خصوصي تحصيلي بنسټونو د محصلانو ستونزې او غوښتنې وڅېړلې او په دې اړوند لازم تصميمونه ونيول شول.
\ ج